کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :
په کاپيسا ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ووژل شول اوپنځه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه چاودنه تيرماښام دتګاب ولسوالۍ دجاروخيلو په سيمه کې رامنځته شوه.
دکاپيسادامنيې قوماندانۍ داوپرانسيون امر اسدالله حميدي باختراژانس ته وويل، دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسپرلۍ موټر په ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې دوه تنه پوليسان ووژل شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او تردرملنې لاندې دي.