کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
دفارياب ولايت په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله يو تن شهيد شو او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
دآلمار ولسوال محمد صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل :
هغه ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا د آلمار ولسوالۍبازارته څيرمه په يوه دوکان کې ځاى پرځاى شوى و پرون مازيګر وچاوديد چې له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : ددغې پيښې ټپيان دميمنې ښار ولايتي روغتون ته وليږدول شول او د دريو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ