دمالیې وزیر د کانونو او پترولیم له سرپرستې وزیرې سره د دې وزارت د قراردادکوونکو شرکتونو د پورونو په اړه خبرې وکړې
کابل باختر د وري څلورمه :
دمالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د کانونو او پترولیم وزارت له سرپرستې اغلی نرګس نهان، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې دواړو لوریو دماليې وزارت د عوایدو په راټولیدو، د درېیمې پلټونکې مرجعې له لوري د پوروړو شرکتونو په ارزونې، د قرارداد کوونکو شرکتونو له لوري د پورونو د ورکړې په اړه د مودې او قسطونو په ټاکلو، د طبیعي ګازو له سرچینو څخه د برېښنا تولید پروژو (IPP) پړاوونو دبشپړولو دبهير په چټکوالي، د وړتیا لوړولو په موخه د تخنیکي کسانو په ګومارنې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
موافقه وشوه چې د کانونو او پترولیم وزارت دې د مالیې وزارت او اړوندو ادارو سره په هغمږۍ د پوروړو شرکتونو د پلټنې او د تخنیکي کسانو د ګومارنې په اړه عملي اقدامات وکړي.پاى- ع