سیاست

دمالیې وزیر د پاکستان له سفیر سره په پراختیایي پروژو خبرې وکړې

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین سره وکتل او له هغه سره یې په افغانستان کې د پاکستان په مالي مرسته تر کار لاندې پروژو په اړه خبرې وکړې.
دماليې وزارت دعامه اړيکورياست باخترآژانس ته خبرورکړ.
دواړو لوریو په دې کتنه کې د جناح روغتون، رحمان بابا لیسې، نائب آمان الله خان روغتون، د تورخم جلال اباد سړک او په جلال اباد ښار کې د نشتر په نامه د پښتورګو د مرکز په اړه بحث او خبرې وکړې. دوی همدا راز د هغو لوجستیکي توکو په اړه چې د دغو پروژو له پاره د پاکستان څخه راوړل کیږي، هم خبرې وکړې او د ګمرکونو او مالیاتو په برخه کې د اسانتیاؤ په برابرولو هم بحث وشو.
دواړو لوریو د هغو پروژو د پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل چې د پاکستان په مالي مرسته تر کار لاندې دي او پریکړه یې وشوه چې د دواړو هیوادو څخه یو ګډ ټیم جوړ شي چې د دغو پروژو د کارونو څخه په منظمه توګه څارنه او نظارت وکړي.
د افغانستان دمالیې وزیر دبيلابيلو هیوادونو له سفیرانو او چارواکو سره ګوري چې د پراختیایی پروژو د تمویل په اړه د دوی مرستې را جلب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته