اقتصاد

دمالیې وزیر د بدخشان ولایت دجرم ولسوالۍ له سپین ږیرو او قومي مخورو سره وکتل

کابل باختر د ليندي اوومه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د بدخشان ولایت دجرم ولسوالۍ له سپین ږیرو او مخورو سره، وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دواړو لوریو د دې ولسوالۍ په وضعیت، پراختیایي پروژو، د دې سیمې خلکو ته د غوره ټولګټو خدمتونو په وړاندي کولو او اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
دمالیې وزیر له دوی سره ژمنه وکړه، چې د ۱۳۹۷ کال ملي بودیجې په سند کې به د هیواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره وړاندیز شویو پروژو او ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته