کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن دخوست له والي پوهنمل حکم خان حبيبي سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دواړو لورو دخوست ولايت د حالت پرمختيايي او بنسټيزو پروژو ، دخوست ولايت دصنعتي پارک،ددغه ولايت دهوايي ډګر دجوړولو ، اصلاحاتو او نوروموضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې .
دماليې وزير دخوست له والي څخه وغوښتل چې پرمختيايي پرووژې دې داړتياو ، لومړيتوبونو او دخلکو په ژوند دهغو داغيزو له په پام کې نيولو سره مشخصې کړي چې دهغو د تمويل په خاطر دقانون په چوکاټ کې دحل لارې ولټولې شي .
ديادونې وړ ده چې دماليې وزير له واليانو ، وکيلانو او له قومي مشرانو سره کتنې کوي چې دهغوى ستونزې او وړانديزونه له نږدې واوري او دامکاناتو او قانون له په پام کې نيولو سره هغو ته د حل لارې ولټوي .
0 1 دقیقه لوستل