سیاست

دماليې وزير دولسي جرګې په اوريدونکې غونډه کې دبروکسل کنفرانس په باره کې معلومات ورکړل.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٩  :
دماليې وزيراکليل حکيمي نن دولسي جرګې په اوريدونکې غونډه کې ګډون وکړ  او دبروکسل کنفرانس  په باره کې يې معلومات ورکړل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :   دماليې وزير دبروکسل کنفرانس ته   دنيول شويو تدبيرونو او لازمو تياريو،       له دغه کنفرانس دهيلو دنتيجو ، دافغانستان دحکومت او دنړيوالې ټولنې    ترمنځ د دوه اړخيزو ژمنو او سندونو په اړوند وکيلانو ته هر اړخيز معلومات  وړاندې کړل اوويې ويل ؛  چې دبروکسل کنفرانس   دبرياليتوب لپاره دتخنيکي مسوولينو، مرستندويو هېوادونو ، دمدني ټولنې دغړو ، سفيرانو   او ددولتي ادارو دنظريو او وړانديزونو دطرحه کولو لپاره منظمې غونډې جوړې شوې دي .
دماليې وزير دبروکسل کنفرانس  دمحتوياتو ، ددغه کنفرانس داجندا ، دښځو د حالت  او دسولې  اوحاشيه وي غونډو دميلمه تر عنوان لاندې داروپا داتحاديې په کوربه توب دسيمه ييزو همکاريو په باره کې هر اړخيزمعلومات وړاندې کړل.
ده څرګنده کړه ؛ موږ لومړى له خپلو  خلکو سره  ژمن يو او په دويم  ګام کې  له نړيوالې ټولنې سره .  موږ دسولې او ملي انکشاف او دافغانستان دحکومت دلومړيتوب د چو کاټ په وړاندې کولو سره دبروکسل په کنفرانس کې ګډون کوو .
دماليې وزير زياته  کړه: دافغانستان ددولت د ٣٩ ژمنو باوري رپوټ   چې له نړيوالې ټولنې سره يې د جګپوړي هيئت په غونډه کې  لرلې دڅارنې او سمون  د ګډبورد په غونډه کې  وړاندې شو.
دولسي جرګې په اوريدونکې  غونډه کې داقتصاد وزير عبدالستار مراد اوپه پارلماني چارو کې ددولت وزير پوهنمل نبي  فراهي  هم برخه لرله .
ټاکل شوې ده دبروکسل کنفرانس  دافغانستان دمقاماتو  او دمرستندويو هېوادونو  دوزيرانو او استازو په ګډون  دتلې دمياشتې په  ١٤ او  ١٥ نيټه  جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته