اقتصاد

دماليې وزير دخصوصي برخې له استازو سره وکتل .

کابل باختر د وږي  اتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي  نن داقتصادي عالي شورا له پريکړې سره سم دخصوصي برخې له استازو سره دجمهوري رياست په ارګ کې وکتل .
دماليې وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې داقتصاد ، سوداګرۍ او صنايعو کرنې او اوبو لګولو او ترانسپورت وزيرانو او د ملکي هوايي چلند او داريانا افغان هوايي شرکت رييسانو هم پکې ګډون درلود  دپاکستان له لارې  نورو هېوادونو ته   دميوو دصادراتو  په لاره  کې دخصوصي  برخې دوروستيو ستونزو په باب  خبرې وشوې  چې ددوى دميوو  دليږدونې په برخه کې زياتې اسانتياوې  برابرې شي . 
دغه راز  پريکړه وشوه چې خصوصي  برخه دې دخپلو صادراتو اندازه په ليکلي  ډول وړاندې  کړي چې اړوندې  ادارې وکولاى  شي  دټاکلې اندازې له مخې  په هېواد کې  دننه اوبهر له خپلو کاري  سيمو سره سم  له هغوى سره  لازمه همکاري  وکړي .
ديادونې وړ ده دافغانستان حکومت هڅه او هاند  کوي چې دخصوصي برخې دامکاناتو په پام کې نيولو سره زياتې اسانتياوې برابرې  کړي او  دهغوى ستونزو ته دحل  لارې  چارې ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته