دماليې وزير دبنسټيزې پانګونې دبانک له رييس سره وکتل .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي دبنسټيزې پانګونې دبانک له رييس جين ليقن سره دچين په بيجينګ ښار کې وکتل .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په دې بانک کې دافغانستان دغړيتوب ، دپنځو هېوادونو ( چين ، قزاقستان ، تاجکستان ، افغانستان او ايران ) داوسپنې پټلۍ ، دتورخم او دشيرخان بندر داوسپنې دپټليو او دنورو سترو ملي پروژو په باب خبرې وکړې .
جين ليقن په دې بانک کې دافغانستان دغړيتوب په برخه کې ملاتړ څرګند کړ .
ماليې وزير دبنسټيزې پانګونې په بانک کې دافغانستان دغړيتوب په برخه کې ددغه بانک دملاتړله امله مننه وکړه او ويې غوښتل چې دغه بانک په مستقل ډول اويا دنورو موسسو له لارې ددغو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي . دبنسټيزې پانګونې دبانک رييس ډاډ ورکړ چې ددغو پروژو دتمويلولو په برخه کې به لازم اقدامات وکړي .
دکتنې په پاى کې دماليې وزير دبنسټيزې پانګونې دبانک رييس جين ليقن ته افغانستان ته دسفر اودغه راز دبروکسل په کنفرانس کې دګډون بلنه ورکړه .