سیاست

دماليې وزارت دمشرتابه هيئت دجمهوري رياست له نوماندانوسره غونډه وکړه

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠  :
ودماليې دوزير ډاکتر عمر زاخيل وال په مشرۍ ددغه وزارت  دمشرتابه هيئت
نن دجمهوري رياست له  نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله  او ډاکتر اشرف غني سره په جلا جلا غونډو کې  دهيواد اقتصادي حالت وڅيړه.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دماليې وزارت په هغې خبرپاڼه کې  چې په دې اړوند يې خپره کړې ده، ددغو کتنو په بهيرکې  دماليې وزارت  هيئت دهېواد دمالي اواقتصادي حالت په باب دجمهوري رياست نوماندانو ته مفصل معلومات وړاندې کړل   او دهېواد په مالي اواقتصادي حالت باندې دانتخاباتو دبهير داوږدوالي او ليږدونې  دبيلابيلو  بهيرونو دمنفي اغيزو په باب ددغه وزارت  انديښنه څرګنده کړه.
دغونډې په بهير کې دغه راز  دماليې وزارت هيئت دافغانستان په پرمختيايي  ستراتيژي پورې اړوندې خبرې  ، دنړيوالو مرستو ونډه  ، دسيمه ييزو اقتصادي همکاريو ، په مشخصو ساحو کې داصلاحاتو دتطبيق ارزښت  او دلندن داقتصادي کنفرانس لپاره تيارى  چې  د روان ميلادي کال دنوامبر په مياشت کې  جوړيږي  له نوماندانو سره شريک کړل.
په مقابل کې نوماندانو هريو  داقتصادي اصلاحاتو په باب خپلې نظريې څرګندې کړې.
په همدې ترتيب دماليې وزارت   دمالي فشارونو  اودعوايدو دکچې دکمښت له پلوه دبودجې دکسر  په برخه کې  چې  دضروري لګښتونو دلومړيتوبونو سبب شوي دي  او دلومړيتوبونو په سرکې  دملکي کارکوونکو دمعاشونو  دورکولو په باب  معلومات وړاندې کړل چې دتائيد وړ وگرځيدل.
په پاى کې  دواړو نوماندانو  دهېواد داقتصادي موضوعګانو دڅيړنې او دغه  راز دلندن داقتصادي کنفرانس لپاره دتياري په لاره کې  چې دروان ميلادي کال  دنوامبر په مياشت کې به  جوړ شي د ماليې له وزارت  او تمويلوونکو هېوادونو سره دګډو خبرو او کار لپاره خپل استازي  معرفي کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته