اقتصاد

دماليې وزارت خبرتيا:

کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دماليې وزارت خبرتيا:
دنيکمرغه لوى اختر په درناوي او ګرانو هيوادوالو دستونزو پ ه پام کې نيولو سره دماليې وزارت تصميم نيولى دى چې د دولت دټولو کارکونکو د ١٣٩٢ کال دتلې دمياشتې معاشونه دهمدې مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د اجرا  وړ دي .
ټولو بودجوي واحدونو ته خبر ورکول کيږي چې ډير ژر په خپله برخه کې لازم اجراات ترلاسه لاندې ونيسي  بشپړشوي سندونه په مرکز کې دماليې وزارت دخزانو لوى رياست ته  او په ولايتونو کې مستوفيتونوته وړاندې کړې چې د اختر له رارسيدو مخکې د دولتي کارکوونکو دمعاشونو په ورکولو کې ځنډ رامنځته نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته