اقتصاد

دماليې وزارت خبرتيا

کابل باختر دچنګاښ دويمه
د دولتي ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۵ ورځو تشویقي معاش د اجراء په اړه د مالیې وزارت خبرتیا
د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې، مالیې وزارت د دولتي ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۵ ورځو تشویقي مقام د اجراء په موخه، د متحدالمال ليک له لارې ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړې چې خپل اړوند اسناد د یاد معاش د اجراء په موخه مالیې وزارت ته را ولیږي.
تر اوسه پورې د عامې روغتیا، حج او اوقافو، ترانسپورټ، سرحدونو، قومونو او قبایلو، د ښځو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پترولیم، اقتصاد او کرنې وزارتونو همداشان د لوی څارنوالۍ ادارې خپل اړوند اسناد مالیې وزارت ته را لیږلي دي او د دوی کارکوونکو ته تشویقي معاشونه اجراء شوي دي.
پاتې ادارې هم باید له خپلې تخصیص شوی بودیجې څخه د کارکوونکو د ۱۵ ورځو تشویقي معاش اجراء کړي. مالیې وزارت د کال د منځنۍ برخې په بررسۍ کې به اړونده بودیجه د دوی په واک کې ورکړي.
د یادونې وړ ده چې یاد حکم د هغو دولتي کارکوونکو لپاره د اجراء وړ ده چې د ملکي خدمتونو په بستو کې دنده اجراء کوي او د سوپر سکیل، مدد معاش، امتیازي، استثنایې معاشونه، کادري او نورو امتیازاتو څخه برخه من نه وي.پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته