ښوونه او روزنه

دماليې او لوړو زده کړو وزيرا ن ننګر هار ولايت ته لاړل

جلال ا باد  باختر د وري د مياشتې ١١

دلوړو زده کړو اوماليې وزيرا ن د ننګر هار په تحصيلى مرکزو نو کې دستو نزو دڅيړلو لپاره دغه ولايت ته لاړل

عبيد الله عبيد او عمر زاخيل وال په دې سفر کې دننګر هار پو هنتون له محصلا نو او استادانو سره غونډې درلودې

 دباختر ا ژانس دخبر له مخې : د ننګر هار پو هنتون په ليله کې د استو ګنې دځاى او امکان کمښت او له خورا کى تو کو څخه د محصلا نو نه رضايت هغه ستو نزې وې چې محصلا نو د ماليې او لوړو زده کړو له وزيرا نو سره په غونډه کې طرحه کړې

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزير دننګر هار په پو هنتون او ليله کې د محصلا نو د اوسنيو ستو نزو د لري کولو لپاره دننګر هار ولايت له سودا ګرو څخه وغو ښتل  چې له دولت سره ما لى مرسته و کړي

 دخبرو نو له مخې : د ننګر هار ولايت سودا ګرو ، دلوړو زده کړو له وزير سره په غونډه کې ،سل زره ډالره او څلور سوه زره افغا نۍ دپو هنتون د محصلا نو دستو نزو د لري کولو لپاره مرسته و کړه

په دې حال کې ويل کيږي چې دلوړو زده کړو وزير عبيد الله عبيد په خپله ده اود سيمه ييزو چاروا کو په همکارۍ دننګر هار پو هنتون د محصلا نو د ستو نزو د لري کولو لپاره کار پيل کړي او په يوه وينا کې يې ويلي دي چې ددغو محصلا نو دستو نزو تر لري کولو پورې به له جلال اباد څخه لاړ نه شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته