نړۍ

دماليزيا دراغورځيدلې الوتکې په باب وروستي خبرونه

کوالا لمپور ايرنا  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
فرانسوي ماهران  چې د الوتکې د تورې بکسۍ دتشخصيونکو په پيچلو تجهيزاتو سمبال دي نن  دايربس الوتکې داطلاعاتو دساتنې  ددغه مرکز دموندلو لپاره  خپلې هلې ځلې  داندونيزيا دجاوا په سمندرګې کې پيلوي.
دوه تنه ايمني  ماهران  د ايربس له دوو تنو  فني سلاکارانو سره په بيړۍ کې دالوتکې   د راغورځيدو  احتمالي سيمې ته  په بيړۍ کې  استول کيږي  چې پخوا يې  دجاوا په سمندرګي کې دالوتکې دټوټو دموندلو خبر ورکړى  و.خو ددغې بيړۍ اطلاعات ناسم تشخيص شول .
بيدرکه شوې ماليزيايي الوتکه   دتيرې يکشنبې په ورځ  دسمندر له سطحې څخه  د دوه ديرشو زرو فوټو په لوړتيا الوتنه کوله  چې پيلوټ يې  دخرابي هوا  له امله   اته ديرشو زرو  فوټو  پورته کيدو  دتلو غوښتنه وکړه
داير آسيا دهوايي کرښې الوتکه   داندونيزيا د جاوا د سمندرګي  دکاليمانتا په سواحلو کې  دڅو مړو له کشفولو وروسته  دالوتکې راغورځيدل تائيد کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته