سیاست

دماشومانو دسرپرستۍ دقانون دطرحې په باب مشوريې خبرې وشوې.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١١
دمشرانو جرګې دتقنينى،عدلي او قضايي چارو دکميسيون په مشورتي غونډه کې چې دسنا مجلس د دويم نايب  حاجي رفيع الله ګل افغان په حضور کې دماشومانو دسرپرستۍ دقانون د طرحې په باب خبرې وشوې  .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه غونډه چې دمولوي غلام محى الدين منصف په مشرۍ جوړه شوى وه ، دکار ، ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو  وزيرې ،  ددغه  وزارت معين دښځو دچارو وزيرې ، دعدليې وزارت مسلکي معين،  دسترې محکمې دماشومانو داستيناف د ديوان  رييس ، دکورنيو چارو وزارت  دماشومانو د حقوقو لوى رييس د اساسي قانون پر تطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون حقوق سلاکار او دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون حقوقي سلاکار ګډون کړى و او ددغو قوانينو په باب يې دکميسيون غړوته هر اړخيزې مشورتي نظريې وړاندې کړې .
په غونډه کې دماشومانو دسرپرستۍ دقانون دطرحې په باب دخبرو په ترڅ کې ديتيمو او بيوزلو ماشومانو دسرپرستۍ دغوښتنليک ورکولو دمعيارونو دڅرنګوالي او ځينو نورو مواردو په باب نظريې وړاندې شوې او څرګنده شوه چې اوس څه دپاسه ديارلس زره يتيم او بيوزلي ماشومان په درې اويا دولتي روزنتونونو کې  ترساتنې اوروزنې لاندې دي او وپتتل شوه چې بايد دغه قانون دبهرنيو اتباعو له خوا دماشومانو دسرپرستۍ ديتيمي ماشومې نجلۍ د  واده په باب چې وروسته قانوني عمرته رسيږي د سرپرست کوونکې کورنۍ ته داسلام دمبين دين دحکمونو او مدني قوانينو په پام کې نيولو سره شرايط وضع شي.
دماشومانو دسرپرستۍ  دقانون په باب وويل شو چې ددغه قانون په باب په ددغو مسولينو نظرېي او پيشنهادونه دهغه دتصويب په وخت کې په پام کې ونيول شي .
په غونډه کې دغه راز  پريکړه وشوه  دخاصومحکمودتشکيل دندو او صلاحيتونو 
دقانون دطرحې په باب دکميسيون په راتلونکې غونډه کې له اړوند دمسولينو سره مشورتي خبرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته