سیاست

دمارشال محمد قسيم فهيم دجنازې دښخولو د مراسمو پرځاى کولو کميسيون غونډه وکړه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د جمهوري رياست د لومړي مرستيال  مارشال محمدقسيم فهيم  د جنازې د  ښخولو اودفاتحې داخستلودمراسمود پرځاى کولو عالي دولتي کميسيون نن دکورنيو چارو د وزير او ددغه کميسيون د رييس محمدعمر داود زي په مشرۍ غونډه وکړه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :   په دې غونډه کې چې ددغه کميسيون دغړو په ګډون دکورنيو چارو وزارت په تالارکې جوړه شوه  دکميسيون دڅلورګونو کميټو رييسانو دخپلو کارونو او کړو وړو رپوټونه  وړاندې کړل.
دملي دفاع وزارت د لوى  درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي په مشرۍ امنيتي کميټې دامنيتي تدبيرونو دنيولو په باب رپوټ  وړاندې کړ.
دکورنيو چارو د اداري معين اکرام الدين باور  په مشرۍ   دتدارکاتو کميټې
د اړوندې برخې تدارکاتي اجرااتو په باب معلومات ورکړل .
دبهرنيو چارو وزارت د تشريفات درييس حميدصديق په مشرۍ د تشريفاتو کميټې دمراسمودتشريفاتي پروګرامونو اودخپلو اجرااتو په باب څرګندونې وکړې .
دغه راز د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي په مشرۍ فرهنګي کميټې د رسنيو دنشراتي پروګرامونو دڅرنګوالي د جنازې دښخولو او دفاتحې اخستلو دمراسمو ترپوښښ لاندې نيولو د نورو اجرااتو په باب کميسيون ته معلومات او دمراسمو په فرهنګي چارو کې  وړاندې کړي.
دکميسيون رييس دڅلورګونو کميټو داجرااتو او رپوټونو له اوريدو   وروسته دکميټو دمسوولينو او غړو د پرله پسې او نه ستړې کيدونکو هلو ځلو له امله قدرداني وکړه  او ټينګاريې وکړ چې دمراسمو تر پاى  پورې دې بايد په لاښه توګه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دجنازې دښخولو اود فاتحې اخستلو دمراسمو دپرځاى کولو په خاطر پرله پسې او صادقانه هلې ځلې او  کار  وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته