سیاست

دمارشال (فهیم) د دریم تلین د لمانځنی ورځ په مناسبت غونډه

کابل باختر د کب اوولسمه
مرحوم مارشال (فهیم) دجهاد اومقاومت یو پیاوړی او نومیالی پوځی او ملی شخصیت وه ،چی په ټینګ هوډ یی دجهاد اومقاومت کاروان د بری ترپولی ورساوه . دامطلب دمسلح قواوولوی درستیزد مارشال (فهیم) د دریم تلین د لمانځنی کمیسیون په غونډه کی بیان کړ .
دملي دفاع وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ارواښاد مارشال محمدقسیم (فهیم) د دریم تلین د لمانځنی کمیسیون غونډه د مسلح قواوولوی درستیزسترجنرال ارکانحرب قدم شاه (شهیم) ترمشری لاندی، د کورنیوچارووزارت ارشد معین،دملی امنیت عمومی ریاست لومړی مرستیال،داطلاعاتواوفرهنګ، د حج او اوقافو وزارتونو، دبهرنیوچارو وزارت،د سیمه ایزوارګانونواو کابل ښاروالی مرستیالانواو د ملی رادیو تلویزیون دنشراتو ریس په ګډون دملی دفاع وزارت په قرارګاه کی جوړه شوه .
په دی غونډه کی دوسله وال پوځ لوی درستیزاوددی کمیسیون ریس د یادو مراسمو د شانداره لمانځنی په خاطرد ټاکلیوکمیټو د کاری ګزارشونو تر اوریدلو وروسته وویل : ارواښاد مارشال فهیم په ډیری هوښیاری او سیاسی مهارت د ټولنی افکارواوهیلو ته په پام سره دخلکوپه منځ کی ځانګړی ځای درلود اود ملی یووالی دټینګښت په لاره کی ټاکونکی نقش لوبولی دی.
پدی غونډه کی د کورنیوچارووزارت ارشد معین سترپاسوال عبدالرحمن (رحمن)، دکابل ګارنیزیون عمومی قوماندان دګرجنرال ګل نبی (احمدزی)،داطلاعاتواوفرهنګ وزارت نشراتی مرستیالی سیده مژګان مصطفوی،د ملی رادیوتلویزیون دنشراتو ریس عبدالغنی ( مدقیق ) اود مارشال فهیم بنیاد استازی په ترتیب سره په خبروکی ډاډ څرګند کړ: چی ددی ورځی دشانداره لمانځنی په خاطرټولی آمنیتی،فرهنګی اونشراتی چاری بشپړاوجدی اقدامات ترلاس لاندی نیول  شویدی .
وروسته دملی امنیت لوی ریاست  لومړی مرستیال محمدادیب (فهیم) په مننی سره وویل : چی ارواښاد مارشال فهیم د جهاد اومقاومت له دورانه بیا د حکومت تر لوړو څوکیو پوری تل د خپل ولس ترڅنګ ولاړ وه او ددی مجاهد ولس خدمت یی ملی ویاړ باله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته