دلښکر طيبه يو مشر ونيول شو .
کابل_ باختر دوري شپږ ويشتمه :
دپاکستان دلښکر طيبه دتروريستي سازمان يو مشر په غزني ولايت کې له افغان پوځيانو او دناټو دځوا کونو په عملياتو کې ونيول شو .
دغه مشر چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى نن سهار داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پټنځي کې له څو تنو افرادو سره يې ونيول شو .
لښکر طيبه چې مرکز يې په پاکستان کې دى له زياتې مودې راپديخوا دنورو ډلو ترڅنګ په افغانستا ن او سيمه کې په تروريستي فعاليتونو بوخت دي .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ ، چې دلښکر طيبه دغه مشر په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په سازمان ورکولو بوخت و ، چې دافغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شو .
ناټو وايي چې دغه مشر په افغانستان کې دتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره دبيلابيلو ډلو دبهرنيو تروريستانو دسمون مسووليت په غاړه درلود .
ويل کيږي چې دپاکستان دلښکر طيبه نيول شوي مشر دغه راز دغزني ، کونړ او دقندهار دولايتونو په ځينو برخو کې دپراخو او تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود .