کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دلپراسکوپى دجراحي عملياتو لومړنۍ دستګاه نن دکابل په استقلال روغتون کې داستفادې وړ وګرځيده.
له دغې پرمختللې دستګاه څخه په استفادې سره په لږ جراحې سره په ناروغ د جراحې عمليات ترسره کيږي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دعامې روغتياي وزيرې ډاکترې ثريا دليل ددغې دستګاه د پرانستلو په وخت کې وويل : چې دغه دستګاه د دوست هيواد ايټاليا په مرسته د دوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت داستقلال له روغتون سره مرسته شوې ده .
داکترې دليل څرګنده کړه چې تر راتلونکو اتو مياشتو پورې نهه تنه متخصص ډاکتران په دې برخه کې د ډاکتر کمال له خوا چې په دې برخه کې مهارت لري روزل کيږي.
دى دلپراسکوپى دستګاه په واسطه دعملياتو دارزښت يادونه وکړه او ويې ويل ددې ترڅنګ چې دناروغ بدن لږ جرحه کيږي، لږ درد احساسوى او دغه راز ناروغ له څلور ويشتو ساعتو وروسته رخصت کيږي او له دريو ورځو وروسته کولاى شي خپل عادى کارونه ترسره کړي .
ډاکترې دليل وويل له دغې دستګاه څخه په استفادې دبطن عمليات چې کيسه سفرا اپندسيد او د ميندو دناروغيو د رمله پکې شامل ده ترسره کيږي.
داستقلال دروغتون رييس ډاکتر على ايشان باختر آژانس ته وويل : نور به اړتيا
نه وى چې زموږ ناروغ هيواد وال دجراحى دعمليات لپاره بهر ته سفر وکړي.
ده وويل : د روغتون مديريت هلې ځلې کوي چې دجراحي ددغې پرمختللې دستګاه په واسطه د اړو ناروغانو د درملنې زمينه برابره کړي .
ده وويل ، هغه متخصصان چې دلپراسکوپى په واسطه دعملياتو په برخه کې روزل کيږي نورو روغتونو آن دهيواد دولايتونو په روغتونو کې ګومارل کيږي چې دجراحي دڅانګې زيات متخصصان له دغه پرمختللې دستګاه سره بلدتيا پيدا کړى .
ويل کيږي داستقلال روغتون لومړنى دولتي روغتون دى چې له دې وروسته دجراحي عمليات د دغې دستګاه په واسطه پکې ترسره کيږي.
0 1 دقیقه لوستل