دليبيا نوى کابينه ددغه هيواد پارلمان ته معرفي شوه

طرابلس باختر د لړم لسمه
  دليبيا صدراعظم علي زيدان نوى کابينه دباور درايې دترلاسه کولو لپاره ددغه هيواد پارلمان ته معرفي کړې ده .
دمعرفي شويو کسانو په لست کې ددغه هيواد دبيلابيلو سياسي ډلو او دمهمو ليبرال  او اسلام پالو ګوندونو غړي شامل  دي .
  زيدان چې يو سابقه لرونکي ديپلومات دى په اتيايمه لسيزه کې يې دليبيا  له حکومت سره خپلې اړيکې وشلولې  او ددغه هيواد دپخواني ديکتاتور معمر القذافي  په يو دير قوي انتقاد کوونکي بدل شو .
قذافي تيرکال دهغومظاهرو په بهير کې چې دده داستبدادي  حکومت پرخلاف ترسره شوې وې دمخالفينو له خوا يې ووژل شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته