ګردیز باختر د زمري ۱۴ مه
د بابړې پېښه چې پښتانه یې هر کال د بدمرغې پېښې او تورې ورځې په نامه نمانځي نن ورځ په پکتیا ولایت کې هم د لوی افغانستان او د بریا د فکري بنسټ له لوري ونمانځل شوه.
په دغه ورځ په زرګونه پښتانه د خدایي خدمتګار د تحریک مشر باچا خان او نورو مشرانو له زندانه د خوشې کولو لپاره راغونډېدل چې د پخوانۍ شمال مغربي سرحدي صوبې او اوسنۍ خېبر پښتونخوا د هغه وخت وزیراعلا عبدالقیوم خان په امر پرې ډزې وشوې چې له(۶۰۰) تنو څخه زیات پښتانه په کې ووژل شول.
له ۱۹۴۸م کال څخه وروسته اوس هر کال د اګست پر ۱۲مه د چارسدې د بابړې د خونړۍ پېښې یاد نمانځل کېږي .پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ