کابل باختر د کب دمياشتې ١٤ :
په لوګر ولايت کې دلومړي ځل لپاره يوه ښځه بريالۍ شوه چې دپوهنې رياست دتدريسي معاونيت څوکۍ ترلاسه کړي .
دلوګر دپوهنې رياست وياندمحمدشاهپورعرب باخترآژانس ته وويل :د جمهور رئيس دلارښوونې له مخې دپوهنې رياست دتدريسي معاونيت په پست کې ښځې وګومارلې شي چې دهېواد دجمهوررئيس دلارښوونې له په پام کې نيولوسر ه دغه پست داوطلبي ته وسپارل شو چې له رقابتي آزموينې وروسته مينه سادات په دې پست کې بريالۍ شوه .
مينه سادات مخکې له دې دمحمداغې ولسوالۍ په دارلمعلمين کې دملاتړيز مرکز داستادې او مديرې په توګه دنده ترسره کوله .
تراوسه پورې دلوګرولايت په دولتي ادارو کې دښځو رول پيکه دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ