دلوګر والي وټاکل شو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١

دافغانستان جمهور رييس دلوګر د والي په توګه دحاجي نياز محمد اميري ټاکنه منظوره کړه.

دچارو د ادارې او  د وزيرانو شورا د دارلانشا لوى  رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ديو حکم په ترڅ کې له له رتبې څخه په لوړ بست کې دلوګر دوالي په توګه دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکۍ ادارې  په وړانديز  په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو دپخوانۍ استازي  حاجي نيازمحمد اميري  ټاکنه منظوره کړې ده .

دپيشنهاد په متن کې ويل شوي دي چې دى لوړې زده کړې لري  او ددغه کار لپاره ښه کاري تجربه او وړتيا لري .

 په حکم کې دلوى خداى  (ج) له دربارڅخه د ده دلازياتو برياليتبونو هيله شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته