امنیت

دلوګر دڅرخ دپرمختيايي شورا د رييس وژل کيدل.

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس تيره شپه شهيد کړى شو .
دلوګر ولايت وياند سليم صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دڅرخ ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس حاجي محمد نعيم دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې حاجي محمد نعيم دڅرخ ولسوالۍ دشش قلعه په سيمه کې دتراوريحو دلمانځه د ادا کولو په مقصد له خپل کور څخه دجومات په لور روان و چې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې.
يرغلګر له سيمې څخه تښتيدلى دى ديادونې ده چې ده پنځه کاله په دې برخه کې کار وکړ او خلک دهغه له کار څخه خوشحاله و دلوګر والي محمد حليم فدايي دحاجي نعيم وژنه يوه ستره ضايعه وبلله او هغه يې پيژندل شوى شخصيت وباله.
ده دڅرخ خلکو ته غوره خدمتونه ترسره کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته