دلوړو ز ده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا!

دمرکز او ولايتونو دليسو د ١٣٩٠ کال اودتيرو کلونو دعمومي  دولسمو ، متفرقه اوديني مدرسو له اوله پولې اخوا فارغانو دکانکور دازموينې ټولو داوطلبانو  ته خبر ورکول کېږي چې دخپلې ازموينې دشموليت  کارتونه له دغو مراجعو څخه ترلاسه کړي .

١_  هغه داوطلبان  چې  نومونه يي د ام_ ع _ الف_ س _ ش  په تورو ليکل شوي دي دکابل له طبي پوهنتون څخه .

٢_ هغه داوطلبان چې نومونه يې د  ب _ ت _ پ _ ح _ خ _ د _ ذ_ ر_ز_ غ_ف _ ق _ ط _ ظ _ گ _ ک _ ل _ ن _ و_ هه _ ي _ ليکل شوي دي دکابل پوليتخنيک له پوهنتون څخه. .

٣_ ښځينه داوطلبانې له کابل پوهنتون څخه :

٤_  دديني مدرسو داوطلبان دپوهنې  وزارت داسلامي علومو دتعليماتو له معينيت څخه .

٥_  دکابل ولايت  دولسواليو دليسو پاتي داوطلبان په خپلو اړوندو ليسوکې د ١٣٩٠ کال دکب دمياشتې  له لسمي نيټې دچهارشنبې له ورځې څخه تر څوارلسمې نيټې پوري له دغو مراجعو څخه ترلاسه کړي .

ددغو داوطلبانو دکانکور ازموينه د ١٣٩٠ کال دکب دمياشتې په پنځلسمه نيټه  ددوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون  او دکابل په پوليتخنيک  پوهنتون کې له غرمې مخکې  په اته نيمو بجو پيليږي .دازموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوي دي او دمهرباني له مخې دې په ټاکلي وخت او ورځ خپلو اړوندو پوهنتونونو ته ورشي .

دکانکور دازموينې له ټولو گډون کوونکو څخه په جدي توګه غوښتنه کېږي چې  دهوا دسړښت له امله   په ژمنيو جامو سمبال  وي  دازموينې په صحنه کې دازموينې په ورځ دموبايل ، مخابرې ، هرډول الکترونيکي وسايلو اووسلو له راوړلو څخه  دې په جدي توګه ډډه وکړي  له داوطلبانو څخه ددغو وسايلو دپيداکولو په صورت کې  که چېري ورڅخه يې استفاده نه  وي کړي  دازموينې له صحنې څخه ايستل کېږي اوامنيتي مسوولينو ته ورپيژندل کېږي  سربيره پردي له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي چې دازموينې په ورځ  پنسل ، پنسل پاک  او پنسل تراش  له ځان سره ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته