سیاست

دلوړو زده کړو وزیرې ته د موفقې ښځې مډال ورکړل شو.

کابل_باختر د کب د مياشتې١٨مه
دلوړو زده کړو وزیره د هېواد له لسو بریالیو میرمنو څخه وشمېرل شوه او د موفقې ښځې مډال ورکړل شو.
د نوې فکر بنسټ چې د تیر یو کال راهیسې یې د بریالیو میرمنو د پیژندنې په برخه کې کار کړی، د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند په ګډون یې، پرون د هېواد لس میرمنو ته د بریالیو ښځو مډالونه ورکړل.
په دغه میرمنو کې د لوړو زده کړو وزیرې سربیره، د ولسي جرګې غړې سایره شریف، مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار، د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیسه امینه احمدي، جنرال غاټول شیرزیئ، انتخاباتو کمیسیون کمشنره ملیحه حسن، ژونالیسته فرهناز فروتن، د لوړو زده کړو وزارت سلاکاره او د ځوانانو پارلمان غړې صبري اندړ او د رابعه بلخي لیسې مدیره شاملې وې چې د یاد بنسټ له خوا د هېواد بریالۍ میرمنې په ګوته شوې دي.
هغه غونډه چې په دې اړه کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه په کې د یاد پوهنتون رهبري پلاوي، ګڼ شمېر ښځینه استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
په دغه غونډه کې د یادو میرمنو پر ژوند، د هغوي پر فعالیتونو او مبارزو خبرې وشوې او د ستونزو پر وړاندې د یادو میرمنو د هڅو په اړه معلومات ورکړل شول.
لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند د خپل ژوند لیک بیانولو تر څنګ، په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د هېواد له میرمنو په ځانګړې توګه له محصلانو یې وغوښتل چې په ژوند کې د ځان لپاره لوړې موخې وټاکي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.
هغې زیاته کړه لوړو زده کړو وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي څو په ټولنه کې د ښځو د حقوقو په برخه کې عامه پوهاوی لوړ کړي او په تحصیلي بنسټونو کې د ښځو او نجونو لپاره د تحصیل غوره زمینې برابرې کړي.
په یاده غونډه کې ټاکل شویو میرمنو په خپل وار سره د ژوند په بېلابېلو برخو کې د خپلو مبارزو په اړه معلومات ورکړل او نوي ځوانان یې وهڅول څو د ټولنې د بدبختیو د لمنځه وړلو په برخه کې د خپلو فرهنګي او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ریښتیني هڅې ترسره کړي.
په پای کې د ټولو میرمنو له خوا د نوي فکر د بنسټ دغه اقدام یو نوښت وبلل شو او هیله یې څرګنده کړه چې په دغسې پروګرامونو سره باید زموږ د ټولنې واقعي کدرونه په ګوته او د ستاینې وړ وګرځي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته