دلوړو زده کړو وزارت قانون به ډير ژر توشيح شي .
کابل باختر دوږي لومړي :
دقوانينو کميټې نن له غرمې مخکې دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ غونډه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې دلوړو ملکي زده کړو دقانون دطرحې په باب غور او څيړنه وشوه او په پاى کې دهغې په باب لازمې پريکړې وشوې .
دغونډې په پيل کې دعدليې وزير دلوړو ملکي زده کړو دقانون دتعديل د طرحې دبرابرولو داړتيا په باب غونډې ته رپوټ وړاندې کړ .
دلوړو زده کړو دبنسټونو اړتياو ته داوسني قانون ځواب نه ورکول ، دعلمي کادرونو داکاډميکي بستونو ، حقوقو او امتيازونو اټکل ، دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو په باب دمشخصو حکمونو تدوين او په دې برخه کې له پانګونې سره ددولت ملاتړ او دکيفيت دلوړولو په مقصد دلوړو زده کړو دموسسو دادارې او دکيفيت او اعتبار ورکولو دبورد اټکل ، هغه موارد دي چې ددغه قانون دطرحې دهدفونو او اړتيا په توګه وبلل شول .
دملي او نړيوالو معيارونو رعايتول ، دعلمي کادر دغړو دټاکنې او ترفيع شرطونه ، په اکاډميکي چارو کې ددولتي او غير دولتي ارګانونو دلاسوهنې او داشخاصو او دسياسي ډلو د نفوذ مخنيوي او دعلم او پوهې زده کړې ته دهيوادوالو هڅونه او ترغيب، دلوړو ملکي زده کړو دقانون دطرحې نور هدفونه او اړتياوې دي .
وروسته دکميټې غړو په تفصيل سره ددغه قانون په باب خپلې کارپوهانه نظريې طرحه کړې او په دقت سره يې ددغه قانون مادې وڅيړلې .
دغونډې غړو دهدفونو ، اصطلاحاتو دلوړو زده کړو وزارت او دلوړو زده کړو دموسسو ددندو او مکلفيتونو ، دعلمي شوراګانو او دعلمي کادردغړو ددندو ، دلوړو زده کړو دموسسو داکاډميکي بستونو ، دلوړو زده کړو دموسسو ، دلوړو زده کړو دموسسو دمحصلانو او دنورو مواردو داکاډميکي کيفيت او اعتبار ورکولو دبورد او ادارې په ګډون مواردو کې خپلې نطريې طرحه کړې .
له اوږدو خبرو او څيړنې وروسته دقوانينو کميټې دلوړو ملکي زده کړو دقانون طرحه تاييد کړه او دقانون ددغې طرحې دبرابرولو په برخه کې يې دعدليې او دلوړو زده کړو دوزارتونو دهلوځلو له امله قدرداني وکړه .
دجمهور رييس مرستيال او دقوانينو دکميټې رييس دعدليې او د لوړو زده کړو وزارتونو ته دندې وسپارلې چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دکميټې دغړو له خوا پيشنهاد شوي اصطلاحات ددغه قانون په طرحه کې شامل کړي او هغه دې په کابينه کې دغور او خبرو لپاره چمتو کړي چې دغه قانون هغو جدي اړتياو ته په پاملرنې سره چې شته د جمهور رييس له خوا ديوه تقنيني فرمان په ترڅ کې توشيح شي .