ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا

کابل باختر د سلواغې پنځمه :
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور  دازموينو درياست خبرتيا
  دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې اړوند دحبيبيې  ،غازي ، دسيد نور محمد شاه مينې دهلکانو اونجونو ، ملکې ثريا ،  دمولانا عبدالمجيد مصفاغزنوي  دنجونو ، رخشانې ، سوريا ، ذبيح الله عصمتي  ، قلعه بختيار  او داقا علي شمس  دعالي ليسو او دغه راز دکابل ولايت داړوندو ولسواليو دليسو د ١٣٩٣ تعليمي کال او دتيروکلونو دعمومي او متفرقه ددولسمو ټولګيو فارغو،  دکانکور دازموينې  ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کيږي چې د کانکور په ازموينه کې  دشموليت کارتونه سرله سبا دروان کال دسلواغې  دمياشتې له شپږمې  نيټې څخه چې په اړوندو ليسو کې ويشل کيږي ترلاسه  کړي .
ددغو ليسو دفارغانو  دکانکور ازموينه دروان کال  دسلواغې دمياشتې  په نهمه نيټه دپنجشنبې دورځې دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو  په کابل پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ،دکابل په پولي تخنيک پوهنتون او دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون کې اخيستل  کيږي .
دازموينې  ځاى اوخونه دکانکور په ازموينه کې  دشموليت په کارت کې  ليکل شوي دي .
دغه راز دکابل ولايت داړوندو ولسواليو دديني علومو دليسو  دفارغانو  دکانکور  دازموينې نيټه وروسته اعلاميږي .
دغه راز له داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې دازموينې  په ورځ دې دتابعيت تذکره ، تور خودکار قلم او يا نرى  تور توش له ځان سره ولري .
دکابل ولايت اوښار دنورو ليسو دفارغانو دکانکور دازموينې دکارتونو دترلاسه کولو او دازموينې داخيستلو نيټه وروسته اعلاميږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته