دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا:
کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٥
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا:
په کابل کې دپاکستان اسلامي جمهوريت سفارت د پاکستاني دمعلوماتي تکنالوجۍ ، دانسټيټوټ دتحصيلي بورسونو د ورکړې خبرورکړى دى .
د ٢٠١٤ کال دمنې لپاره په دغه انسټيټوټ کې دنړيوالو محصلانو داخله دوام لري او دمحصلانو دغوښتنليکونو داخستلو وروستي نيټه د ٢٠١٤ م کال دفبروري دمياشتې پنځلسمه نيټه او د ٢٠١٤ کال د منې دټولګيو پيل د ٢٠١٤ م کال د دسمبر له لومړۍ نيټې څخه دى .
مينه والو دې د زياتو معلوماتو دترلاسه کولو لپاره (www.comstats.edu.pak)
مراجعه وکړي.