ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٤ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د جاپان هېواد دليسانس ددورې دتحصيلي بورسونو له ټولو مينه والوڅخه غوښتنه کيږي  په هغه صورت کې چې دغه شرايط ولري کولاى شي دروان کال دغبرګولي دمياشتې  تر دوولسمې نيټې پورې دې دفورمې  دترلاسه کولو ، نوم ليکنې  او دسندونو دبشپړولو په خاطر دلوړو زده کړو وزارت ته ورشي .
دنوماندۍ شرطونه :
_  د ١٣٩٢ او  ١٣٩٣  دکلونو فارغان چې دثانوي ددورې نمرې يې په سلو کې له  ٧٥ څخه  لوړې وي  .
_  دښوونځي ددورې   عالي برياليتوبونه .
_  ښه جسمي او رواني روغتيا .
_  دزده کړې په خاطر مينه او علاقمندي چې دافغانستان او جاپان داړيکو دښه والي سبب شي .
_  په انګليسي  ژبه په ليکنې او خبرې کولو  کافي استعداد اوځواکمني
( دانګليسي اويا جاپاني  ژبې دلوست ورکولو لپاره  استعداد اوپه جاپاني ژبې دلوست ورکولو ددورو دپرمخ بيولو ځواکمني )
_ دنوماند عمر بايد  له  ١٧ کلونو څخه تر  ٢١ کلونو  پورې وي.
_  نوماندان دې بايد په  جاپاني ژبه دلوستلو او ليکلو مهارت ولري.
_ دنوماندانو منل به  دآزموينو دنتيجو له مخې وي.  دجاپان سفارت به مناسب اوپه شرايطو برابر نوماندان وټاکي او  ( MEXT )  ته معرفي کړي.
_  وروسته    ( MEXT ) له معرفي شويو زده کوونکو څخه ډير تکړه يې دجاپان دسفارت له خوا انتخابيږي.
داړتيا وړ سندونه :
_  دتابيعت تذکره
_  د ثانوي دورې  دفراغت سند.
_  شپږ عکسونه  او روغتيايي معاينات
د سندونو د ترلاسه کولو په خاطر د ٢٠١٥ ميلادي کال لپاره  ددغو بورسونو زماني مهال ويش په دې ډول دى  :
لومړى قدم  :  دافغانستان ددولت له خوا دنوماندانو دغوښتنې وروستۍ نيټه  دپيشنهاد شويو نوماندانو دغوښتنې دفورمو په بشپړيدوسره ، د ٢٠١٥ ميلادي کال دجون دمياشتې  اتمه .
دويم قدم : د غوښتنليکونو څيړنه او پلټنه د ٢٠١٥ ميلادي کال دجون دمياشتې په نيمايي کې.
دريم قدم :  آزموينې  ( ليکلې آزموينه او مرکه )  د  ٢٠١٥ ميلادي کال  دجون دمياشتې  په پاى کې .
څلورم قدم :  دنوماندانو انتخاب د  ٢٠١٥ ميلادي کال د جون دمياشتې په پاى کې .
پنځم قدم :   دوروستيو نتيجو اعلام  د ٢٠١٥ميلادي کال ددسمبر دمياشتې وروستۍ نيټه  ټاکل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته