ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
داردن شاهي هيواد په بيلابيلو څانګو  کې د ٢٠١٤ _ ٢٠١٥ تحصيلي کال لپاره  دافغان محصلانو لپاره دليسانس ددورې لس تحصيلي بورسونه دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړي دي .
په دې وسيله د ١٣٩٣ هجري لمريزکال  د ګروپي بورسونو هغه نوماندان  چې نومونه يې  ددغو بورسونو په لست کې  چې پخوا ددغه وزارت دويب سايټ له لارې  خپور شوى دى موجود وي او يا هم د ١٣٩١ او  ١٣٩٢ کلونو هغه فارغان چې  په آزاد ډول  په دغه بورس کې دگډون علاقمند وي  کولاى شي دروان کال  دوږي دمياشتې تر دويمې نيټې پورې دخپلو سندونو دبشپړولو په خاطر  ډير ژر دګروپي بورسونو آمريت ته ورشي .
دبورسونو څانګې اوشرايط په دې ډول دي:
• دطب او دغاښونو دطب  دڅانګو مينه وال دې بايد دثانوي دورې  دنمرو اوسط په سلو کې له ٨٥ څخه لوړ ولري .
• دانجينرۍ ، د کمپيوټر دانجينرۍ ، دفارمسۍ او دوترنرۍ دڅانګومينه وال دې بايد دثانوي دورې  دنمرو اوسط په سلو کې له  اتياو څخه لوړ وي.
• دطبي علومو  او دتوان سنجونې دعلومو مينه وال دې بايد دنمرو په سلو کې له  ٧٥ لوړ اوسط ولري .
• دپوهنتون فيس لګښت وړيا دى او نورلګښتونه پخپله دمحصل  په  غاړه دي.
ديادونې وړ ده  که چيرې دداوطلبانو شمير له  موجودو بورسونو څخه زيات شي ، دهغوى له جملې څخه يوازې لس تنه به يې دثانوي دورې ددرې کلنو نمرو په پام  کې نيولو سره انتخاب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته