ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٤ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
هغو فارغانو ته چې  په خپلو اړونډو ولايتونو کې يې  د ١٣٩٢ _  ١٣٩٣ کال دکانکور په آزموينه کې لوړې نمرې اخيستي دي ، هغه فارغان چې  دکوچيانو دچارو دسمون درياست له لارې  معرفي شوي دي   او نمرې يې  دآزموينو درياست له خوا تائيدې شوې دي او دغه راز  دوزيرانو شورا د ١٣٩١ کال دتلي دمياشتې  د١٧ نيټې  د٢٨ ګڼه مصوبې ددريمې فقرې او د  ١٣٩١ کال  دلړم دمياشتې د ٢٢ نيټې د ٣٣ګڼه مصوبې له لارښونې سره سم دپوهنې وزارت له خوا  دهر ولايت په کچه  له اول نمره څخه تر پنځمې نمرې پورې  تشخيص شوي دي ، ا و له دريم نمره څخه  تر پنځم نمره پورې په ګروپي بورسونو کې معرفي کيږي  او نومونه يې  په هغه  ٩٥٢ کسيز لست کې  چې دلوړو زده کړو  وزارت دويب سايټ له لارې خپور شوى دى او موجود دى ، خبر ورکول کيږي،  که چيرې په پاکستان کې  دزده کړې د دوام مينه وال وي کولاى شي دروان کال دچنګاښ دمياشتې تر  ٩ نيټې پورې  دنوم ليکنې  اودبورس دسندونو دبشپړولو په مقصد ډير  ژر  په بهرکې دلوړو  زده کړو د رياست دګروپي بورسونو آمريت ته ورشي .  که چيرې دبورس کانديدان په ټاکلى موده  حاضر نه شي له بورس څخه بې برخې کيږي او بيا به دشکايت حق  ونه لري .
ديادونې وړ ده چې دغه کانديدان  په هغه صورت کې کولاى شي  له دغه بورس څخه  استفاده وکړي  چې فراغت يې  له  ١٣٩١  هجري لمريز کال څخه مخکې چې د٢٠١٢ ميلادي کال سره سمون خوري نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته