دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا .
کابل باختر دثور دري ويشتمه :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا .
په کابل کې داندونيزيا سفارت دليسانس دورې پنځه تحصيلي بورسونه دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړى دى .
دغه بورسونه دټولنيزو علومو ، دانګليسي ژبې دادبياتو ، عربي ژبې د ادبياتو ، اقتصاد او مديريت او د ارواپوهنې ، ساينس او تکنالوژي ، رياضي ، کيميا ، بيولوژي او دانجنيري په څانګو کې دي چې په لسو سمترونو کې پنځه کال دوام کوي .
دکانديد عمر بايد له ديرشو کلونو څخه لږ نه وي .
دثانوي دورې فراغت ليک دنمرو ترانسکيپ ، دانګليسي ژبې سند او دروغتيايي کتنو دتصديق لرل ضروري دى .
دغه بورسونه ، دپوهنتون فيس ، دتګ راتګ ټکت ، روغتيايي بيمه دکتابونولګښت او تصديق ليک تر پوښښ لاندې نيسي .
مينه وال کولي شي له خپلو سندونوسره دروان کال دثور تر ٢٨ نيټې پورې دلوړو زده کړو وزارت دتحصيلي بورسونو لوى مديريت ته ورشي اونوم وليکي .
په شرايطو برابر کانديدان دلوړو زده کړو وزارت دبورسونو دويشلو دکميسيون له خوا انتخابيږي .