ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړوه وزارت د نجونو او هلکانو د صنفونو د جلاوالي په اړه کومه طرحه نده وړاندې کړې

کابل باختر د زمري  څوارلسمه
دلوړو زده کړو وزارت د هیواد په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د درسي صنفونو د جلاوالي په اړه هېڅ ډول پروګرام په پام کې نلري.
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضیاء ساحل، چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وینا کوله، زیاته کړه:" د هیواد په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د درسي صنفونو د جلاوالي په اړه بحث یوازې ناسم پوهای دی، نجونې او هلکان به لکه د تېر په څېر د هیواد په پوهنتونونو کې په ګډه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."
د سږني کال کانکور د ازموینې پایلې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ اعلام شوې. د ازموینو د کمېټې عمومي رییس، عبدالقدیر خموش، چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی ؤ وویل، زموږ څېړنې ښیي، چې د کانکور ګډونوال او د هغوي کورنۍ د سږني کال کانکور له پایلو څخه خوښ دي.
ده زیاته کړه، چې د کانکور پایلو د اعلام له پیل څخه تر اوسه یوازې د ۲۰۰ کسانو د شکایتونو فورمې ثبت شوي دي، چې هره یوه شکایت ته به رسېدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته