ښوونه او روزنه

دلوړوزده کړو وزيرې دهېواد په تحصيلي بنسټونو کې په معقول ډول دپرمختيايي بودجې دلګولو غوښتنه وکړه .

-کابل باختر دلړم ديارلسمه
دهېواد هغه تحصيلي  بنسټونه چې دمالي کال تر پاى پورې دخپلې پرمختيايي بودجې په معقول لګښت کې بې پروايي او ناغيړي  وکړي تر پوښتنې لاندې نيول کيږي او دمکافاتو اومجازاتو اصل  ورباندې عملي کيږي .
دغه ټکى دلوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې  مومند په هغه ويډيو کنفرانس کې بيان کړ چې دمرکز او ولايتونو دپوهنتونونو له رييسانو سره يې درلود .
  دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې ويډيو کنفرانس کې دلوړو زد کړو وزيرې وويل:  دپروژو په برخه کې دتيرو کلونو دستونزو له امله دغه وزارت تراوسه پورې په دې نه دى بريالى شوى چې دتيرو وختونو دستونزو دحل کولو تر څنګ ددغه وزارت دپرمختيايي بودجې په پرځاى ،  معقول  او مسوولانه لګښت کې  خپل پرمختيايي پروګرامونه يو دبل  پسې عملي کړي
پوهنوالې مومند  دساختماني پروژو دکار دفيصدي  پرمختګ داوريدو په ترڅ کې دهېواددمرکز او ولايتونو دپوهنتونونو رييسانو ته لارښوونه وکړه چې دخپلې  پرمختيايي بودجې  دمعقول لګښت په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي او ددغه وزارت دساختماني  پرژو دبشپړولو  په برخه کې دې خپل عمل ګړندى کړي
دغه راز پوهنوالۍ مومند دلوړو زده کړو وزارت ستراتيژيکي  پلان ته داشارې په ترڅ کې وويل :ددغه وزارت له کاري لومړيتوبونوسره سم او دهېواد دلوړو زده کړو دنوي قانون له مخې  دتحصيلي بنسټونو داستادانو دظرفيت دلوړولو مسئله ددغه وزارت دپروګرامونو په سرکې ځاى لري . او په دې اړوند دنړيوال بانک پروژه ، دهندوستان هېواد بورسونه او دنورو هېوادونو بورسونه داستادانو دمسلکي ظرفيت دلوړولو په لاره کې دماسترۍ  او دوکتورا په کچه په پام کې نيول شوي دي 
په دې  ويډيو کنفرانس کې دلوړو زده کړو وزيرې دهېواد دپوهنتونونو دمسوولينو غوښتنې او نظريې  هم واوريدې او دحل کولو په لاره کې يې اړوندو رياستونو ته لارښوونې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته