سیاست

دلوي څارنوالي عالي شورا غونډه و کړه

کابلباختر د ميزان١٦
دلوې څارنوالۍ دعالي شوراغونډه نن دلوى څارنوال څارنپوه محمداسحق الکو په مشرۍ جوړه شوه .
دلوې څارنواۍ  داطلاعاتو اودعا مه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ :
په غونډه کې  په اجندا کې دشاملو موضوعګانو په باب خبرې وشوې  او اړوندو څارنواليو ته دهغوي داستهداګانو په پام کې نيولو سره تصميمو نه ونيول شول او لارښوونې صادرې شوې  .
په غونډه کې دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف له جرمونو سره دمبارزې اوپه پوځي چارو کې دلوې څارنوالۍ دمعاونيت هغه څارنوالان چې ددغې ادارې  په وړانديز او دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دحکم له مخې  فوق العاده ترفيع کړې ده وستايل شول  .
په مقابل کې هغو څارنوالانو چې په ترفيع وياړل شوي دي  ژمنه وکړه چي په خپلو ورسپارل شويو دندو د اجرا کولو په لاره کې به له پخوا زياتې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته