امنیت

دلوى درستيز په مشرۍ دملي دفاع وزارت جګپوړى هيات بغلان ولايت ته ورسيد.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دملي دفاع وزارت جګپوړى پوځي هيات بغلان ولايت ته ورسيد .
دبغلان دوالي وياند محمود حقمل دباختر آژانس خبريال ته وويل :- لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم ديوه جګپوړي هيات په مشرۍ نن بغلان ولايت ته ورسيد.او دهيات په ترکيب کې دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين پاسوال عبدالرحمن رحمن او دملي امنيت دلوى رياست ولايتي مرستيال عبدالمتين بيک هم شامل دي .
دبغلان والي عبدالستار بارز ددغه ولايت يو شمير پوځي اشخاصو ګډون دملي دفاع وزارت هيات هرکلى ووايه او څرګنده يې کړه چې اوسنۍ ستونزې ديو لړ نامنيو څخه  زيږنده دي او په دې اړوند يې څرګندونې وکړې وروسته جګپوړي هيات دبغلان ولايت يو شمير سپين ږيرو په ګډون دکنفرانسونو په تالار کې دامنيت د تامينولو دڅرنګوالي په باب طرحه شوې نظريې واوريدې
وروسته لوى درستيز ستر جنرال قدم شا شهيم په دې غونډه کې دسپين ږيرو دګډون له امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې دملي وحدت دولت دمشروع ، قانوني او وګړني دولت په توګه وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته