امنیت

دلومړى ځل لپاره يو ړوند افسر امنيه قوماندان شو .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دکورنيو چارو و زارت په يوه بې ساري اقدام کې يوړوند افسر د هېوا د ديوه جنوبي ولايت  روزګان ديوې ناارامې ولسوالۍ دامنيه قوماندان په توګه ټاکلى  دى .
دروزګان دوالي وياند دوست محمد ناياب  دباختراژانس خبريال ته وويل :قوماندان شاه محمد چې دروزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى کابو څوارلس کاله مخکې دپوليسو له ليکو سره يوځاى شو او اتلس مياشتې مخکې يې دطالبانو له خوا په بمي چاودنه کې دخپلو دواړو سترګو روښنايي له لاسه ورکړى  وه .
ددهراود ولسوالۍ نوي امنيه قوماندان مخکې له دې دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ  ښار دمهر اباد دسيمې دامنيتي مسوول په توګه کار کړي دي
سيمه ئيزو مقاماتو ويلي دي چې دشاه محمد په ټاکل کيدو سره چې ددهراود اصلي اوسيدونکى دى دده دهلوځلو له امله ددغې سيمې امنيتي حالات ښه شوي دي .
دروزګان دوالي وياند وويل :که څه هم شاه محمد حرفوي افسر  نه دى خو په نظامي او امنيتي چارو کې ښه تجربه  لري .
دده دڅرګندونوله مخې: ددغه امنيه قوماندان ټاکنه ددهراود ولسوالۍ دخلکو په وړانديز شوې ده .
ويل کيږي چې شاه محمد دوسله والو طالبانو دډلې يو سخت دښمن دى خو بمي چاودنه ددغې ډلې دغړو کار دى  چې له امله يې خپلې سترګې له لاسه ورکړي .
دالومړى ځل دى چې يومعلول په افغانستان کې ديوې ناارامې ولسوالۍ دامنيه قوماندان په توګه ټاکل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته