امنیت

دلغمان په نظامي او دولتي تاسيساتو دبريد لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل باختردزمري دمياشتې  ٣١ :
دلغمان ولايت  په ځينو دولتي او نظامي تاسيساتو دبريد لپاره  دوسله والو طالبانو دډلې طرحه ناکامه شوه.
دوسله والو طالبانو دډلې په لسګونو تنو افرادو تيره شپه نيت درلود  چې  دختيځ ولايت لغمان  دمرکز مهترلام ښار له شاوخوا سيمو څخه دغه ښار ته ننووځي اوپه پراخ بريد لاس پورې کړي  خو له عمل مخکې دملي امنيت دمامورينو له کمين سره مخامخ شول .
دلغمان ولايت دملي امنيت يو خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې کمين کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ونيول شو.
عيني شاهدان وايي چې په لسګونو تنو يرغلګرو طالبانو دملي امنيت دمامورينو  له کمين سره  له مخامخ کيدو وروسته دشپې له تورتم څخه په استفادې سره دتيښتې لاره غوره کړه .
دلغمان ولايت دملي امنيت مسوولين وايي چې دغو طالبانو غوښتل چې  په مهترلام ښارکې په ځينو دولتي اونظامي تاسيساتو بريدونه وکړي .
ويل کيږي چې  ددغې پيښې په پاى کې  افغان پوځيانو دوسله والو طالبانو دډلې په لسګونو سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته