ټولنه

دلسو ولسواليو بزګران دکرنې له نويو تجربو سره بلدشول

کابل باختردوري دمياشتې ٨ :

دکندهار ولايت دلسو ولسواليو لس تنه بزګران په هندوستان کې دکرنې په برخه کې دتجربو له ترلاسه کولو وروسته هيواد ته راستانه شول.

دغو بزګرانو ددريو اوونيو لپاره دهند دکرنې برخي اوڅيړنيز فارمونه وکتل اوپه دغه هيواد کې يي دکرنې داصلاح شويو تخمونو دکرني ، دانګورو دتاکونو دروزنې او نورو کرنيزو موضوعګانو په برخه کي تجربي ترلاسه کړي.

دکندهار والي توريالي ويسا پرون له دغو بزګرانو سره په کتنه کې هندوستان ته دبزګرانو دسفرلپاره دزميني دبرابرولو له امله ددغه هيواد له مقاماتو څخه دمننۍ په ترڅ کي وويل  تاسو ته زمنيه برابره شوه چې له هندي سوداګرو څخه دکرنې په برخه کې تجربه ترلاسه کړي  او تاسي بايد دخپلو اړوندو ولسواليو بزګرانو ته هغه څه  چې زده کړي مو دي ورزده کړي  چې په کندهارکې دکرنې په برخه کې زيات پرمختګ وشي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته