اقتصاد

دلاجورد دلويې لارې دپرانستلو کميسيون غونډه وکړه

کابل باختر دوري دمياشتې ١٠:
دلاجوردو دلويې لارې دپرانستلو کميسيون نن  دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې غونډه وکړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې :   په دې غونډه کې  دټولګټو هېوادونو په چارو کې دجمهوررئيس فوق العاده استازي محمدشاکر کارګر چې د غونډې مشري يې په  غاړه لرله  دسپارل شويو دندو  په باب د  کميسيون د غړو د اجرااتو رپوټونه  واوريدل.
په  دې غونډه کې دکميسيون غړو  د واټ دجوړولو ، دتم ځاى  دودانۍ ، دهليکوپټرونو دناستې  د ډګرونو ، دميلمنو  د هرکلي او د غونډو دجوړولو دسالون او نورو ملحقاتو دجوړولو په باب هر اړخيزې خبرې وکړې او په هره برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته