دلاجوردو دلارې سيمه ئيز علمي خبرې اترې پيل شوې .
کابل باخترد کب شپږمه :
دلاجوردو دلارې سيمه ئيزې علمي خبرې اترې نن په کابل پوهنتون کې پيل شوې . په دغو خبرو کې برخه والو په سيمه ئيزو همکاريو باندې تينګار وکړ .
په دغو خبرو اترو کې دپوهنتون استادان ، اهل خبره ، دترکيې او تاجکستان دهېوادونو سفيران او محصلان ګډون لري چې دوه ورځې دوام کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه خبرې اترې دمعلومات ورکولو او دلاجوردو دلارې داهميت په باب دمخورو کسانو دنظريو دشريک کولواو غور په موخه پيل شوي دي .
دکابل پوهنتون رييس حميد الله فاروقي په لنډو خبرو کې وويل چې په خبرو اترو کې دعلمي مرکزونو رول ارزښتناک دى په همدې مقصد کابل پوهنتون دلاجوردو دلارې درول په باب دخبرو اترو لپاره زمينه برابره کړې ده .
په کابل کې دترکيې سفير دلاجوردو لاره دسيمه ئيزو همکاريو په پراختيا کې ارزښتناکه وبلله او ويې ويل چې افغانستان له دغه تګلوري څخه کولاى شي له اروپا سره يوځاى شي .
دده دڅرګندونوله مخې ترکيه دسيمه ئيزو همکاريو ملاتړ کوي دلوړو زده کړو وزير ډاکتر نجيب الله خواجه عمري په دې پروګرام کې وويل دغه وزارت هڅه کوي چې دسترو ملي پروژو دبيانولو لپاره دخبرو اترو پروګرام پيل کړي
دده دڅرګندونوله مخې علمي مرکزونه په دغه شان خبرو کې ارزښتناک دى
دلوړو زده کړو وزير دڅرګندونوله مخې، په سترو ملي پروژه کې دعلمي مرکزونو رول دسولې لپاره څرګند لرليد دى .
عمري زياته کړه چې دغه تګلوري نه يواځې دهېوادونو داقتصادي همکاريو سبب کېږي بلکې دفرهنګونو د نږدې کيدو سبب هم کېږي .
دده په باور دلاجوردو لاره ډير ډاډمن او ډير ارزان تګلورى دى چې افغانستان دمنځنۍ اسيا له لارې له ترکيې او اروپا سره نښلوي .
دلاجوردو دلارې تګلورى دروان هجري لمريز کال دليندى دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه پرانستل شو چې دلومړى ځل لپاره دافغانستان مالونه له دې لارې استانبول ته ولېږدول شول او هم تيره اوونۍ دترکيې دمالونو لومړى کاروان له همدې تګلوري څخه هرات ته راورسيد .
ختم- عطاالله _ اکرم