سیاست

دقوانينو دتسويد او تدقيق په باب مشورتي خبرې وشوې.

کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دمولوي غلام محي الدين منصف په مشرۍ دتقنيني ،عدلي او قضايي چارو دکميسيون په غونډه کې په داسې حال کې چې دمشرانو جرګې دريم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان هم حاضرو دقوانينو دتسويد او تدقيق په باب مشورتي خبرې وشوې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :  په دې مشورتي غونډه کې چې دلوى څارنوالۍ دمرستيال نور حبيب جلال ، د سترې محکمې دمستثار مظفرالدين تجلي ، دعدليې وزارت دتقنين او دمدافعو وکيلانو دټولنې د رييسانو او دځينو مدني ټولنو د استازو په ګډون جوړه شوي  وه دقانون د  ارزښت  او د قوانينو  او په تيره بيا د جزايي اجرااتو په قانون کې دحقوقي اصطلاحاتو په باب خبرې وشوې .
دمشرانوجرګې دويم نايب د قوانينو دتسويد او تدقيق په برخه کې داړوندو ادارو دمسوولينو دهمکارۍ او همغږۍ له امله دمننې په ترڅ کې هيله وکړه چې  دغه قانون بايد دحقوقي مرکزونو دنظر يو او  وړانديزونو له راټولو وروسته په ټاکلي وخت تصويب  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته