دقوانينوکميټې دستندردونو دچارو دتنظيم دقانون طرحه تاييد کړه

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دستندردونو  دچارو دتنظيم دقانون طرحه دکابينې  دقوانينو دکميټې په هغې غونډه کې تاييد شوه چې دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ  نن جوړه شوه .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دقوانينو دکميټې په غونډه کې لومړى . دستندردونو  دچارو دتنظيم  دقانون طرحه   غونډې ته وړاندې شوه  ،  دعدليې وزير  غونډې ته دقانون ددغې طرحې  په معرفي کولو سره وويل : دستندردونو دچارو دتنظيم دقانون  طرحه  له هغو تقنيني  سندونو څخه ده   چې  افغانستان  دنړيوالې سوداګرۍ  له سازمان  _ دبليو تي او )  سره  دالحاق په لاره کې  دهغو  دپړاونو په بشپړولو او نافذولو ژمن دى .
  دستندردونو دچارو دتنظيم  دقانون  انفاذ  له يوبل  سره  داړوندو سيستمونو  دټوليزې  په توګه  دکيفيت دملي بنسټ  دجوړولو او انکشاف  زمينه برابروي .
سالم بنسټ  او دکيفيت  اغيزمنتوب  کولى شي  له پولې  څخه بهر  دسوداګرۍ  په پراختيا  او افغاني  توليداتو ته  دکورنيو اوبهرنيو  مشتريانو  د اعتماد  دجلبولو په لاره کې  مهم رول ولري .
  سربيره پردې  ددغه قانون انفاذ دملي ستندردونو  دتدوين او له منل شويو نړيوالو اصولو سره سم  دتخنيکي مقرراتو  دوضع کولو  زمينه برابره کړي .
او دسوداګرۍ  دچارو په اسانولو او دتجارتي تخنيکي خنډونو په لرې کولو کې به ارزښتناک رول ولوبوي .
  دستندردونو دچارو دتنظيم قانون به  ددې زمينه برابره کړي  چې  دتجارتي مالونو ، توليدي محصولاتو او دخدماتي بهيرونو کيفيت  ښه والي ومومي .
دقوانينو دکميټې  غونډې  له هراړخيزو خبرو  او څيړلو وروسته  او دستندردونو دچارو دتنظيم دقانون دطرحې  په تاييدولو سره  ،  دعدليې وزارت  موظف کړ  چې دغونډې دغړو  پيشنهادي  نظريې او اصلاحات  ددغه قانون په طرحه کې  وارد کړي .
  دغه راز  دنظارت خونو دچارو دتنظيم دمقررې  طرحه  دکورنيو چارو وزارت له خوا  دقوانينو دکميټې  غونډې ته  وړاندې شوه . په هغو خبرو سره چې  دغونډې دغړو له خوا ددغې مقررې په باب  وشوې  ،  دعدليې وزارت  موظف کړى شو  چې ددغې مقررې  طرحه تر زيات غور  او دقت لاندې  ونيسي  او هغو  تقنيني سندونو ته  په پاملرنې سره  چې ددغې مقررې په اړوند شتون لري  ،  دنظارت خونو  دچارو دتنظيم  دمقررې طرحه  يو ځل بيا  دقوانينو دکميټې  يوې راتلونکې غونډې ته  وړاندې کړي .
ديادونې وړ ده  چې  دنظارت خونو دتنظيم دمقررې طرحه  په نظارت خونو کې دمظنونينو دساتنې دڅرنګوالي دتنظيم ،  دنظارت خونو دادارو  دمکلفيت  دټاکنې اوتر څارنې لاندې مظنونينو دبشري حقوقو او مصوونيت  دتامينولو په موخه  وضع شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته