دقهر سیلاب دری نمبر(۱۱) ګډ جګړه ئيزو او چاڼیزوعملیاتو ددوام په ترڅ کی یوشمیرکلی تصفیه اوتلاشی شوی ، (۱۹) تنووسلوالوطالبانوته مرګ ژوبله اړول شوی او (۳) کړی ماینونه شنډشوی دی.

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ٢
دقهرسیلاب دری نمبر(۱۱) ګډجګړه ئیزاوچاڼیزعملیات دکاپیساولایت دتګاب ولسوالی اړونده سیموکی دولسی پاڅون کوونکو دملاتړ ، ددغې سیمی دوسله والو مخالفینو اوترهګریزو ډلو له شتون څخه دپاکولو او دولسوالیوشورا او ولسی جرګی انتخاباتوته دزمینی برابرولوپه موخه دملی اردو، دملی اردوځانګړی ځواکونو(کمانډو) ، ملی پولیس ، سیمه ئیز پولیس ، عامه نظم قوا اودملی امنیت کارکونکوو په شمول د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومانداني په مشرۍ  دهوایی اوتوپچی قواوو په ملاتړ دوه ورځی وړاندی پیل شوی چی په تیرو(۲۴) ساعتونوکی یوشمیرکلی دوسله والومخالفینوله شتون څخه پاک شوی او دهوایی ، توپچی اوپیاده ځواکونودبریدونوپه ترڅ کی (۸) تنه وسله وال طالبان وژل شوی او (۱۱) تنه نوریی ټپیان شوی دی .
همداشان   دوسایطوضد(3)ماینونه چی دتروریستانوله خوا دورانکارو فعالیتونو ترسره کولوپه موخه دعملیاتوپه ساحه کی ځای پرځای شوی وو له نیکه مرغه مخکی له چاودنی د۲۰۱ سیلاب قول اردودریمی پلی لوا دماین پاکۍ ټیم له خوا کشف  اوشنډ شول .
دغه عملیات په بریالیتوب سره دوام لری.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته