امنیت

دقندهار – کابل په لويه لاره کې دنهو تنو مسافروتښتول کيدل

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٠
وسله والو طالبانو نهه تنه مسافر دقندهار – کابل په لويه لاره کې وتښتول يرغلګرو تيره شپه داندړو ولسوالى دملا نوح بابا په کلى دمسافرو دسپرلى کاروان و دراوه او نهه تنه يې له ځان سره بوتلل.
دکابل – قندهار دلويې لارې يو امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل :وسله والو طالبانو دغه مسافر نامعلوم ځاى ته له ځان سره بوتلل.
ده وويل :دغې لويې لارې په دواړو خواوکې په زياتو سيمو کې وسله وال طالبان پراخ شتون لري او ددغې لويې لارې د امنيت دتامينولو يواځنى لاره دسترو پوځي عملياتو ترسره کول دي . وسله وال طالبان په دې وروستيو وختو کې زياتره د لارو په نيولو او له لويو لارو څخه دمسافرو په تښتولو لاس پورې کوي .
مخکې له دى يرغلګرو دکندز – بدخشان په لويه لاره کې دوه ځلى دمسافرو په تښتولو اقدام وکړ او يو شمير مسافريې په ډزو سره ووژل.
اوس هم زيات شمير مسافر له طالبانو سره بنديان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته