امنیت

دقندهار ښار په يوه ګڼ ميشته لاره کې دطالبانو ناکام بمي بريد .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
امنيتي ځواکونو دقندهار ښار  په يوه ګن ميشته لاره کې دطالبانو بمي بريد ناکام  کړ .
دغه بم دقندهار ښار دميوو شرکت په سيمه کې ديوې ويالې په غاړه کې ايښودل شوى و چې نن سهار کشف او شنډ کړى شول .
  دقندهار ښار يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل، طالبانو غوښتل چې  په دغه بمي بريد سره خونړۍ تروريستي  پيښه رامنځه کړي خوبريالي  نه شول.
دميوو شرکت سيمه  په  قندهار ښار کې يوه ډيره ګڼ ميشته سميه ده .
پرون دقندهار ښار دشهيدانو په چوک کې  ديوه بم دچاودنې له امله څلورو تنو مزدورکارانو ته چې دکار دترلاسه کولو لپاره راټول شوي  و مرګ ژوبله واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته