دقندهار ولايت دپوهنې يو کارکوونکى ووژل شو

کابل – باختر دليندۍ اته ويشتمه :
دقندهار ولايت دپوهنې رياست يو کارکوونکى پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
دقندهار ولايت دپوهنې رييس شيرآغا صافى باختر آژانس ته وويل : وژل شوى کارکوونکى ميرويس نوميده او دقندهار ولايت دپوهنې رياست داستخدام په برخه کې مامور و، يوه اړونده خبرځاى وويل : ده په قندهار پوهنتون کې زده کړه هم کوله او کله چې له پوهنتون څخه کورته روان و دناپيژندل شويو وسله والو کسان له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دقندهار دوالى ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه دقندهار ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوه اوپه موټر سايکل سپاره يرغلګرپه تيښتې بريالى شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته