امنیت

دقندهار – هرات په لويه لاره کې پوځي عمليات نه ترسره کيږي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
د  ملي دفاع   وزارت هغه  آوازې  ردې کړې  چې ګنې دقندهار – هرات  لويه
لاره دپوځي عملياتو له امله د څلورو  ورځو لپاره  د ترافيکو پرمخ  تړل کيږي.
دملي دفاع  وزارت ويندوى  جنرال ظاهر عظيمي باختر آژانس ته وويل  :
دهرات – قندهار لويه لاره له ګرشک ښار څخه بهر ديوه پله دجوړولو په خاطر          د روان کال دمرغومې دمياشتې له ٢٤ نيټې څخه تر ٢٧ نيټې پورې تړلې ده خو
يو شمير رسنيو دخبرونو په خپرولو سره ويلي دي چې دملي اردو ځواکونه  دچاڼيزو عملياتو دترسره کولو په مقصد د  هرات – قندهار لويه لاره  تړلې ده .
دملي دفاع وزارت  دغه خبر   ردوي او هيوادوالو ته خبر ورکوي چې د لويې لارې دتړلو انګيزه  دپوځي عملياتو په خاطر نه  بلکې د افغانستان دملي اردو دځواکونو له خوا ديوه  پله د  جوړولو په  مقصد  ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته