ټولنه

دقندهار د حاجيانو د ليږدونې بهير پيل شو

کابل باختر دتلي  اتمه :
له قندهار څخه سعودي عربستان  ته  د جاجيانو د ليږدونې بهير پرون په دوو الوتنو سره پيل شو.
دقندهار ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي نور العزيز باختر آژانس ته وويل: سږ دغه ولايت څخه دحاجيانو دليږدونې بهير تر څلور ورځو پورې پاى ته رسيږي او سږ کال له قندهار څخه يو زرو دوه سوه تنه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته استول کيږي .
مولوي نور العزيز زياته کړه چې په تيرو کلونوکې حاجيانو ډيرې ستونزې لرلې، خو سږ کال دحج او اوقافو وزارت د هلوځلو له امله دغه ستونزې په دغه ولايت کې لرې شوې دي .
له کابل څخه د حاجيانو ليږدول څو ورځې مخکې پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته